د چارو اداره: افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو نوملړ کې شامل شي

د چارو ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، که نړۍ په انصاف قضاوت وکړي، افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د چارو ادارې د پالیسي او ارزونې مرستیال سیف‌الدین تایب په وینا، سره له دې چې فساد نه دی صفر شوی، خو هېواد کې لمنه ډېره ورټوله شوې ده.

لومړني جزیات؛ د کابل چاودنه کې درې ملکیان ټپیان شوي

د کابل امنیې قومانداني سلام‌وطندار ته تایید کړه چې د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وایي، د لومړنیو جزیاتو له مخې، چاودنه پر یوه بایسیکل د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

د دفاع وزارت چورلکه کې درې کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د ملي دفاع وزارت وايي، یوه بلک‌هاک امریکايي چورلکه چې نظامیانو د تمرین لپاره الوځولې وه، د دغه وزارت اړوند نظامي پوهنتون په انګړ کې را لوېدلې ده. دفاع وزارت وايي، په دې پېښه کې دوه پیلوټان او یو د چورلکې خدمه وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

فاریاب کې یوې ۴۰ کلنې ښځې ځان را ځړولی

یوې ۴۰ کلنې ښځې نن سهار د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالي په کوپلک سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
په اندخوی ولسوالي کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ښځې د خپلې کوټې په پکه کې ځان را ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې به افغان بندیان له جریمې وروسته خوشې شي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیول شوي ۳۰۰ افغانان به له نغدي جریمې وروسته خوشې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې دغو افغان کډوالو پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه‌ لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

پکتیا کې لاریون؛ نجونې زده‌کوونکې: موږ خپل حق غواړو

پکتیا نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو له‌خوا پرانېستل شوي وو.  د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.

سالنګ کې د ۴۰۴ ډوله موټر چپه‌کېدل؛ درې کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې پر دغه لاره د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب د یاد خبر د تاییدو ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۲:۳۰ بجې په سوېلي سالنګ کې رامنځته شوې ده.