د دایکندي د استخباراتو ریاست مسوولان وايي چې داعش ډله کې د غړیتوب په تور یې دغه ولایت کې پنځه کسان نیولي دي.

د دایکندي د استخباراتو رییس عبیدالله فیضاني د یاد ولایت محلي رسنیو ته ویلي چې په نیول شویو کې څلور یې د دایکندي د «امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر» ریاست محتسبان دي چې تازه دغه ولایت کې ګومارل شوي وو او یو بل کس د یوه خیریه بنسټ کارکوونکی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فیضاني په وینا، د څېړنو په پایله کې څلور کسانو داعش ډله کې خپل غړیتوب منلی او له پنځم کس څخه هم څېړنې روانې دي.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې دغه کسان د لغمان او ننګرهار ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام