د افغانستان بهرني سیاست په اړه غونډه؛ ا.ا: افغانستان به د هېڅ اېتلاف غړی نه‌شي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو او د سیمه‌ییزو شخړو د مخنیوي لپاره د افغانستان بې‌طرفي اړینه ده. د نوموړي په وینا، ا.ا غواړي چې افغانستان یو خپلواک او بې‌‌طرفه هېواد پاتې شي او د هېڅ پوځي اېتلاف غړیتوب به ونه مني.

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ افغانستان کې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار وشو

سږ کال د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۶مه غونډه پرون د افغانستان له استازي پرته د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوه او نن یې دویمه ورځ وه.
د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سږنۍ غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو او د افغانستان له لارې د ازبکستان‌ـ‌‌پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې په اړه بحث شوی دی.

د «رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف» د افغانستان غړیتوب لغوه کړ

لنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب له‌منځه یووړ.

دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.