یوې ۴۰ کلنې ښځې نن سهار د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالي په کوپلک سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
په اندخوی ولسوالي کې سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې یادې ښځې د خپلې کوټې په پکه کې ځان را ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د سرچینو په وینا، له دغې ښځې اووه بچیان چې کوچنی هغه یې څلور میاشتنی دی، پاتې شول.
سرچینې د یادې ښځې د کورنۍ له قوله وايي چې په کور کې یې کورنی تاوتریخوالی نه و او تراوسه د هغې د ځان را ځړولو او وژلو لامل او انګېزه هم نه دي روښانه شوي.