د افغانستان ناوړه حالت ورځ تربلې په هېواد کې انساني ناورین لا پسې زیاتوي. خو ښځې د دغه ناورین لومړنۍ  قربانیانې دي او هره ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله قرباني کېږي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو او شپو کې درېیو ښځو په تخار، دايکنډي او روزګان ولايتونو کې ځان وژنې کړې دي. د یکشنبې په ورځ هم یوې ځوانې نجلۍ بدخشان کې ځان ځندۍ کړې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوشمېر ارواپوهان هېواد کې روان ترینګلی وضعیت د ځان‌وژنې پېښو د ډېروالي لامل ګڼي. ارواپوه، ډاکټر شرف‌الدین عظیمي سلام‌وطندارته وايي چې بې‌وزلي، بې‌کاري او ژورخپګان په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې اصلي لاملونه دي.

بل ارواپوه سيد علي اکبر سروري هم په دې باور دی چې که ټولنيز او کورني فشارونه، محروميتونه او بې‌کاري زياته شي، ښځې په رواني ستونزو اخته کېږي او ځان وژنه کوي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په ټولنه کې د ښځو پر فعالیتونو د محدودیتونو ډېرېدل  په هېواد کې د یو شمېر ښځو دځان وژنې لامل ګڼي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله جولیا پارسي وایي، د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د جبري ودونو شمېر هم ریات شوی دی. د هغې په وینا، په افغانستان کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره د یوې ادارې نشتون، تاوتريخوالي او ځان وژنې ته لاره هواره کړې ده.

مېرمن پارسي له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه غواړي چې په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بېرته فعال کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپل تازه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرکنده کړې ده. دغه شورا ویلي چې په افغانستان کې د رواني فشار له امله د ښځو د ځان‌وژنې د پېښو پرډېرېدو اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټولنه کې د ښځو فعالیت او حضور کم شوی او له ډېرو دولتي ادارو څخه ګوښه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام