کابل کې د رواني ستونزو د درملنې روغتون مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یاد روغتون ته د درملنې په موخه د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې له رواني ستونزو ځورېږي.
د یاد روغتون سرطبیب قدرت الله صدیقي سلام وطندار ته ویلي چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال ۷۰۷۲ ښځې چې له رواني ستونزو سره مخ وې، یاد روغتون ته د درمنلې په موخه ورغلي دي.
نوموړي وویل: «۷۰۷۲ ناروغانو اوپیدي ته مراجعه کړې ده. تېرو شپږو میاشتو کې ۳۷۵ ښځې او ناروغان بستر شوي دي. ځینې ډېر نارامه وي چې درملنه یې وخت غواړي. موږ تر لسو ورځو ناروغ ساتو او له هغه وروسته یې رخصت وو.»
په ورته وخت کې یاد روغتون کې د تخصص پروګرامونو مسوول نجیبالله جاوید وویل، د دې روغتون په ښځینه څانګه کې ډېری وختونه خالي بستر نه وي.
د نوموړي په وینا، دغه روغتون د ناروغانو لپاره ۳۰ بستره لري او د خدمتونو وړاندې کول توپیر کوي. هغه وویل: «د ښځینه رواني ناروغیو ۳۰بستره لرو چې ډېری وخت ډک وي او خدمتونه مو توپیر لري، خو ډېری وخت له ۵۰ تر ۱۰۰ ناروغان مراجعه کوي او خدمتونو څخه برخمن کېږي. ډېری وخت د بستر نشتون له کبله ناروغان نشو بسترولی.»
په همدې حال کې، یوشمېر مېرمنې وايي، وروستیو محدودیتونو يې ژوند سخت کړی او له همدې امله له رواني ستونزې سره مخ شوي دي. د کابل اوسېدونکې پرستو وايي، له کومې ورځې چې له زدهکړو راګرځول شوې، رواني ستونزې ورته پیدا شوي دي.
د نوموړې په وینا، د ښوونځیو له تړلکېدو وروسته هیلهمنده وه چې ښوونیزو مرکزونو ته به لاړه شي، خو د هغوی دروازې هم پرې بندې شوې.
هغې وویل: « کله چې ښوونځي وتړل شول، خراب احساس مې درلود، خو هیلهمنده وم چې ښوونیز مرکزونو ته به لاړه شم. کله چې هغه بند شول، نو رواني ستونزې راته پیدا شوې، شپې به مې خوب نه درلود، نوکان به خوړل، وېښتان به مې شکول، له چا سره مې خبرې نه کولې، بیا یوه ډاکټر ته لاړم، اوس ښه شوې یم، خو ناهیلې یم.»
د دې ترڅنګ، ارواپوه شرفالدین عظیمي وايي، هره اوونۍ تر ۴۵ مېرمنې د رواني مشورې او درملنې په موخه ورځي. د نوموړې په وینا، په دې وروستیو کې د رواني ستونزو ناروغان زیات شوي دي.
هغه وویل: «موږ اوونۍ کې دوه یا درې ورځې خپله معاینهخانه کې یوو او له ۴۰ تر ۴۵ کسان مراجعه کوي چې لومړني راپورونه او زموږ تجربې ښیي چې له بده مرغه دا ستونزې د ځینو لاملونو له امله زیاتې شوي دي. بېوزلي، وزګارتيا او يا د زدهکړې ستونزې، کورنۍ ستونزې، احساساتي ستونزې، ټول هغه لاملونه دي چې انسان ته رواني ستونزې پیدا کوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کابل کې داسې مهال د رواني ستونزو ناروغان ډېر شوي چې تېر یونیم کال ښځې او نجونې له ښوونځي پوهنتون، ښوونیزو مرکزونو او نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړل شوي او ځینې يې له کورني تاوریخوالي څخه ځورېږي.