په ۱۳ ولایتونو کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې ستونزې لري

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

د تېرو شپږو میاشتو پر مهال کابل کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی

کابل کې د رواني ستونزو د درملنې روغتون مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یاد روغتون ته د درملنې په موخه د ښځو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد روغتون سرطبیب قدرت الله صدیقي سلام وطندار ته ویلي چې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال ۷۰۷۲ ښځې چې له رواني ستونزو سره مخ وې، یاد روغتون ته د درمنلې په موخه ورغلي دي.