واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد د ډېری سیمو په څېر هلمند ولایت کې هم وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي چې خلک یې په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته کړي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید که څه هم هلمند کي د شته رواني ناروغیو له امله د ځان وژنې کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو وايي چې په هرو دوو یا درېوو میاشتو کي په دغه ولایت کي له ۱۵ تر ۱۶ پورې د ځان وژنې پېښې رامنځته کېږي.

نوموړی وايي، سره له دې چي هلمند کي بېلابېلې مرستندویه موسسې د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، خو په وینا یې، د ټول ولایت په کچه د عقلي او عصبي ناروغیو لپاره یوازې یو متخصص بسنه نه کوي .

هغه وویل: «په فیصدي ډول فیصدي يې تقریباً ډېره زیاته تللې ده چي دقیق ارقامو ما سیوا غالباً په دوو-درېوو میاشتو کي به تر پنځلس پورې به دا لوړېږي چې په لښکرګاه کې او په ولسوالیو کې شوي دي. هغه چي موږ ته شمېرې رارسېدلي، خو دا داسې نه دي چي خامخا به دا پنځلس وي، یا به ۱۶ وي، کېدای شي ډېرې وي. ساحه کي موږ ته معلومات نه وي شوی او ټول مشکلات چي د صحت رواني دي د اقتصادي ستونزو له وجي دي»

سعید همدا راز وايي، د عامي روغتیا وزارت په نږدې راتلونکې کې پلان لري چي د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته یوشمېر روغتیا پالانو ته له هېواده بهر د رواني ناروغیو اړوند د تخصص تر کچې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

هغه وویل د هلمند د عامې روغتیا ریاست له‌خوا هم  څو روغتیاپالان معرفي شوي،  څو په راتلونکې  وخت کي په یاده برخه کې روغتیايې تشه تر یوه بریده راکمه شي.

 هلمند کي د عقلي او عصبي ناروغیو یوازینی متخصیص ډاکتر نور‌احمد ولي‌زاده وايي، د ورځې په اوږدو کې له څلوېښت څخه تر پنځوس پورې په ژور خفګان او نورو ورته ناروغیو اخته کسان ورځي.

یاد ډاکتر وايي، رواني ناروغان چې کله له ستونزو سره مخ کېږي، د حل لارې پیداکولو توان له لاسه ورکوي او په دې سره ځینې کسان ځان وژنه کوي. د ده په خبره، یاد ولایت کې په ژورخفګان د اخته کسانو د درملنې لپاره ځانګړی بستر او امکانات هم نشته.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «ځان وژنه او یا هم نظریات ورسره پیدا کیږي او موږ لپاره تر ټولو مهم  ناروغ همدا مریض دی. ځکه چي موږ له بده مرغه اسانتیاوې نه‌لرو داسې ناروغان باید بستر شي، تر هغه وخته پورې چې د دوی د هغه ایډیا ختمېږي. موږ یوازې توصیه کولای شو چې په نسخه کې ورته ولیکو چي څلوروېشت ساعته باید د فامیل غړي ورسره وي. له هغه څخه جدا نشي، څو دی ځانته زیان ونه رسوي، یا ځان وژنه ونه کړي.»

ولي‌زاده وايي چې هلمند د هېواد د ډېرو ولایتونو په توپیر یوازینی ولایت دی چي په ژورخفګان او نورو رواني ناروغیو د اخته کسانو کچه په‌کې لوړه ده. هغه دغه ولایت کې د زیاتو رواني  ناروغیو لوی لاملونه زې‌وزلي، وزګارتیا او د عامه پوهاوي نه‌شتون په ګوته کوي .

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسي حال کي ده چي دې وروستیو کي  هلمند د څلورو ځان وژنوکو پیښو شاهد وو، دغلته د دې ځان وژونو پیښو په غبرګون بیلابیل نظرونه موجود دي ،ځیني يې لامل رواني ناروغۍ  او ځیني يې بیا اقتصادي فقر اوبیکاري یادوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام