د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې لسګونه یې پر رواني ستونزو اخته شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو دغه شمېره مخ پر لوړېدو ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د سرویلانس برخې مسوول ډاکټر صفي الله ناصري زینت راډيو ته وویل، کرونا چې یوه ساري ناروغۍ ګڼل کیږي سربېره پر دې چې د انسان د بدن پر زینو مهمو غړو ناوړه اغیز کوي؛ اوس لیدل کېږي چې د یادې ناروغۍ له کبله لسګونه کسانو ته رواني ستونزې پیدا هم شوي دي.

نوموړی وایي، رواني ستونزې تر ډېره د کورونا په هغو ناروغانو کې لیدل کېږي چې د څو اوونیو په مخه یې کورونا ناروغۍ تېره کړې وي چې په وینا یې، په یاده موده کې یو ډول مایوسي ورته مخته راځي او روحي ستونزې ورته پیداکېږي.

هغه وویل: “هغه کسان چې  کورونا یې تېره کړې په ځانګړې توګه هغو کسانو کې چې هغوی تنفسي اعراض او علایم ورکړي وي، یایې د سږو ستونزه پیدا کړې وي یا روغتون کې بستر شوي وي په دوامداره توګه باندې، یا کور کې یې د اکسیجن لاندې درملنه کوله، په هغوی کې لسګونه داسې کسان شته چې ور ته رواني ستونزې پیدا شوي دي، همدا رنګه وهم ورته پیدا شوی ډار ورته پیدا شوی ډېر کم کسان دي چې هغوی کېدای شي د حافظې کمزورتیا هم پیدا کړي وي، خو معمولاً عمومي رواني ستونزې په لسګونو کسانو کې لیدل شوي دي او په دې اړه مونږ ته معلومات شته دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر روغتیایي چارواکي وايي په رواني ستونزو اخته کسان اکثراً هغه مهال درملنې ته مخه کوي چې هم په خپله او هم په ټولنه کې نور خلک ورسره په عذاب شي. د لوګر د مرکز اوسېدونکی سالم درمان وایي، له کله راهیسې یې چې د کورونا سخته ناروغۍ تېره کړې، یو ډول استرس یا وېره ورته پیدا شوې او اوس هم له رواني انحطاطه ځورېږي.

هغه وویل که څه هم د دې ناروغۍ له امله یې سختې شپې او ورځې تېرې کړي او اوس ښه شوی، خو په وینا یې، د میاشتو په تېرېدو لا هم له رواني فشار، سر دردۍ، زړه تنګوالي او ځینو نورو ناروغیو کړېږي.

هغه وایي: “د کورونا ناروغۍ پر مهال او اوس هم ماته یو ډول استرس او رواني ناروغۍ را پیدا شوې چې له امله یې اوس هم سخت ځورېږم؛ خو په دې وختونو کې کوشش کووم چې خپل زړه ته تلقین ورکړم، چې فکر کووم دا د رواني ناروغیو د له منځه وړلو یوه ښه لاره ده.

خو روغتیایي مسوولان بیا ډاډ څرګندوي چې تر کورونا ناروغي وروسته دا ډول روغتیایي ستونزې د څو میاشتو په تېرېدو له منځه ځي او دومره د اندېښنې وړ نه دي.

د عصبي او رواني ناروغیو متخصص ډاکټرحبیب الرحمان وایي،  ټول هغه کسان چې له کورونا ناروغۍ بېرته رغېدلي، باید له رواني فشاره ځان لرې وساتي او ډېره هڅه دې وکړي چې سپورټ ته مخه کړي. هغه وایي، هر څومره ژر چې د ناروغۍ درملنه پیل شي په هماغه اندازه یې درملنه اسانه او د لا ډېرو لګښتونو مخه نیول کېدای شي.



د ډاکټر حبیب الرحمن په وینا، په رواني ناروغیو اخته کس په لومړیو کې زړه نه ښه کوي چې د خپلې ناروغۍ په اړه له ډاکترانو سره سلا- مشورې وکړي چې په پایله کې یې ناروغي ورځ تر بلې ډېريږي.

هغه وایي: کله چې د یوه شخص روان متضرر شي، تاسو ته بهتره معلومه ده چې روان او جسم دواړه سره تړلي دي؛ که په جسم کې مشکلات رامنځ ته کیږي دا واقعاً په روان باندې تاثیر کوي او همدارنګه باالعکس. دا یو تایید شوې او منل شوې خبره ده چې هغو کسانو چې استرس او رواني مشکلات درلودل د کرونا تاثیر نسبت نورو وګړو ته پر دوی باندې ډېر ؤ. نو له دې څخه دا ښکاري چې کرونا په روان باندې ډېر تاثیر لري او د روان له امله کومې ستونزې چې رامنځ ته شوې وي دا باید ښه درملنه یې وشي.

د لوګر اوسېدونکي وايي، د کورونا ناروغي په مخنیوي او له امله یې د وروسته را منځ ته شویو ناروغیو په له منځه وړلو کې خلکو ته دې د رسنیو له لارې عامه پوهاوی ډېر شي او هم د ولایت په کچه دې د مشورو ورکولو مرکزونه جوړ شي.

لوګر کې داسي مهال د کورونا لسګونه ناروغان پر رواني ستونزو اخته شوي چې د دغه ولایت د روغتیایي مسوولانو د معلوماتو له مخې د کورونا ویرووس درېیمه څپه هم مخ په لوړه روانه ده او د رسمي شمېرو له مخې، تر دا مهاله د کورونا ویروس ټول‌ټال ۱۰۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۷۷۰ تنه بېرته رغېدلي او د یادې وژونکې ناروغۍ له کبله ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

رادیو زینت ــــ  ولایت  لوگر


        دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د زینت راډیو پر غاړه                       دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام