په وروستیو کلونو کې چې ګڼ‌شمېر ځوانان له کندوز ولایت څخه بهر هېوادونو ته کډوال شوي، ډېریو یې هیله درلوده چې هلته به خپلو زده‌کړو او کار ته دوام ورکړي، خو هلته د مناسبو کاري فرصتونو نه موجودیت او د هغو کډوالو پر وړاندې د هېوادونو ناسم سیاست او د میکانېزم نه‌شتون لامل شوی چې نه یوازې خپلو موخو ته و نه رسېږي، بلکې له نورو ننګونو سره هم مخامخ شي.

ذبېح‌الله کارګر ۳۱ کاله عمر لري او د کندوز د قلعه‌زال ولسوالي اوسېدونکی دی. هغه د کندوز پوهنتون له کیمیا څانګې فارغ شوی او څه موده یې د کندوز د ټاکنو په ولایتي دفتر کې د ټاکنو امر په توګه هم کار کړی دی.

ذبېح‌الله چې کله د طالبانو له خوا ګواښل کېږي، نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، ترکیې ته ځي او درې کاله کېږي چې د دغه هېواد په ازمیر ښار کې ژوند کوي.

هغه هیله لرله چې ترکیې ته له رسېدو سره سم  به د کار تر څنګ، خپلو زده‌کړو ته هم دوام ورکړي، خو د دغه هېواد له لوري د تازه لګېدلیو قوانینو او د کورونا ویروس خپرېدو له کبله نه یوازې هیلې یې نه دي پوره شوي، بلکې له نورو ستونزو سره هم مخامخ شوی دی.

د هغه په وینا، د ترکیې د کډوالۍ قوانین د هغو کسانو لپاره چې په نامنظم ډول دغه هېواد ته دننه شوي، ډېر سخت دي او هېڅوک نه شي کولای د حس کوډ له لرلو پرته سترو مارکېټونو، روغتونونو، هوټلونو او میټروبس ته لاسرسی ولري.

کارګر وايي، په ځینو مواردو کې د کار خاوندان د حس کوډ او د منظمې کډوالۍ کارټ نه لرلو له کبله کډوالو ته د یوې میاشتې مزدوري هم نه ورکوي.

د هغه په وینا، کله چې کارګران د معاش ترلاسه کولو غوښتنه کوي، د کار خاوندان ورته ګواښ کوي چې پولیسو ته به یې معرفي کړي او کډوال هم د دې لپاره چې بېرته افغانستان ته ونه ګرځول شي، چوپتیا غوره کوي.

په کندوز کې د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» ولایتي دفتر مسوول شرف‌الدین شرف تېر کال له کوربه هېواد څخه دغه ولایت ته د کډوالو د بېرته ورګرځېدو لامل، کسب او کار ته نه لاسرسی، د پولیسو له لوري ځور او د کورونا ویروس خپرېدل یادوي.

د هغه په وینا، هغه مهال چې کورونا ویروس خپور شو، دوی دغه ولایت ته له شاوخوا زرو ورستانه شویو کډوالو سره مالي او غیرمالي مرستې کړې دي.

شرف زیاتوي، د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» دفتر به له هغو بېرته ورګرځېدلیو کډوالو سره چې هېڅ ډول سند ونه لري او په نامنظم ډول کډوال شوي وي، مرستې وکړي.

د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس غلام‌سخي رسولي وايي، د کورونا ویروس خپرېدو پر مهال دغه ولایت ته له ایران، ترکیې، پاکستان او عربستان هېوادونو څخه ګڼ‌شمېر کډوال ور ګرځېدلي دي.

د نوموړي په خبره، له یادو هېوادونو څخه بېرته را ګرځېدونکي پر درنو کارونو بوخت وو او هلته کورنټین د دې لامل شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس زیاتوي، په بهرنیو هېوادونو کې ټول افغان کډوال د جګړې ختمېدو او سولې ټینګښت ته شېبې شماري.

د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د کورونا ویروس پراخېدو له کبله څه باندې ۱۴ زره کډوال دغه ولایت ته ور ګرځېدلي چې له ډلې یې ۲ زره له خپلو کورنیو سره دي.

دغو بېرته را ګرځېدونکو د هېواد پر پولو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» دفترونو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر «UNHCR» له خوا مرستې هم ترلاسه کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام