یوشمېر رسنیو د سیمې اوسېدونکو په خبره رپوټ ورکړی چې یوه ځوان د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې ځان راځړولی او وژلی دی.

د رسنیو د اطلاعاتو پر اساس، دغه ځوان چې د ځان وژنې انځورونه یې خپاره شوي، نن سهار (جمعه، د زمري اوومه) د کابل د دهمزنګ اړوند د نواباد سیمې «نوروز» پارک کې ځان راځړولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه د دغې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د دغې پېښې په تایید سره سلام‌وطندار ته وویل، د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو داسې حال کې «پارک‌ شهر» څخه د یوه کس جسد موندلی چې د خپل دستمال په واسطه یې ځان راځړولی او وژلی وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي چې تراوسه د دغه کس هویت نه دی مشخص شوی. هغه ټینګار کوي چې د یاد کس جسد نن سهار شاوخوا ۷ بجې د درېیمې امنیتي حوزې د پولیسو له لوري عدلي طب ته لېږدول شوی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند همدارنګه وايي، تراوسه د دغه کس د ځان وژنې لامل نه دی مشخص شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي.

بېکاري، بېوزلي او کورنی تاوتريخوالى هېواد کې د ځان وژنې پېښو اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام