هرات کې د پستې حاصلات زیات شوي

د هرات محلي مسوولان وايي چې سږ کال دغه ولایت کې شاوخوا ۴ زره ټنه پسته ترلاسه شوې ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وویل، روان کال د دغه ولایت د پستې ځنګلونو څخه له ۳.۵ څخه تر ۴ زره ټنه پسته راټوله شوې چې د خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کیږي.

د لعل‌وسرجنگل ولسوالي د مشرانو پرېکړه: څوک چې د عاشورا لسیزې ته درناوی نه‌لري، ۵۰۰۰افغانۍ جریمه کیږي

د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالي ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، دوه ورځې وړاندې (چهارشنبه، د زمري په پنځمه) د دغې ولسوالي د «بازار» کلي مشرانو او استازو د عاشورا لسیزې د مراسمو همغږۍ په موخه غونډه ترسره کړه.

غزني کې سېلابونو د اسلامي امارت ۱۰ سرتیري مړه کړي

د غزني له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي عمر حقاني سلام‌وطندار ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت قره‌باغ ولسوالي کې له سختو وروښتونو وروسته سېلابونو د اسلامي امارت یو رنجر موټر وړی دی.
هغه وویل، د دغې پېښې پایله کې د اسلامي امارت ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی او ۳ نور یې ټپیان شوي دي.