Asset 1SWN

دفاع وزارت: د افغانستان شاوخوا ۶۰ چورلکې لاهم ګاونډيو هېوادونو کې دي

Mi-17 helicopters operated by the 2nd Wing of the Afghan National Army Air Force take off at Multinational Base Tarin Kowt in Uruzgan province, Afghanistan, Feb. 23, 2013. (U.S. Army photo/Released)

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې لا هم د یاد وزارت اړوند ۶۰ چورلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې دي او دوی ته نه دي سپارل شوي.

د یاد وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د ملي دفاع وزارت د تېر کال کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي دفاع وزارت د پلان او پالېسۍ معین محمدقاسم فرید دې ناسته کې وویل چې د سقوط پرمهال ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې شاوخوا ۶۰ چورلکې لا هم افغانستان ته نه دي سپارل شوي.

څه باندې دوه کاله مخکې هغه مهال چې هېواد کې جمهوریت راوپرځېد، د پوځ لسګونه چورلکې له یو‌شمېر پوځیانو سره ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شوې.

د راپورونو له مخې، ازبکستان، تاجکستان، او ایران هغه ګاونډي هېوادونه دي چې د مخکیني نظام له نسکورېدو سره هم‌مهاله چورلکې او نور پوځي وسایط او وسایط یادو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

که څه هم دغو هېوادونو د چورلکو په ګډون ځینې پوځي وسایط او وسایل بېرته افغان لوري ته سپارلي، خو لا هم لسګونه چورلکې او نور پوځي وسایل دغو هېوادونو کې پاتې دي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت د پلان او پالېسۍ معین زیاته کړه چې دوی په وار وار له یادو هېوادونو د چورلکو د بېرته ورګرځولو غوښتنه کړې، خو په وینا یې، د امریکا تر فشار لاندې دي.

نوموړي وویل چې دغه وزارت سره پخواني افسران او مسلکي کسان کار کوي او د یوې نوې طرحې له مخې به یې راتلونکې کې د ترفع، تقاعد او دندو اړوند چارې روښانه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد وزارت چارواکو همداراز ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې تېر یوه کال کې یې ۶۰۰ هغه محصلین پر دندو ګومارلي چې د یاد وزارت په چوکاټ کې له هېواده بهر د پوځي زده‌کړو لپاره تللي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام