د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب سې‌شبنې په ورځ کابل کې د هوايي ځواک قومنداني کې د وینا پر مهال  هغو  هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د افغان هوايي ځواک چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي بېرته دې افغانستان ته وسپاري.

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیروویل: ” چاته دا اجازه نه ورکوو چې زموږ شخصي شتمنۍ کنګل کړي او یا زموږ شخصي ملکیتونه وګرځوي. لهذا،‌ زموږ چورلکې که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راوړي، که یې نه راوړي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښایو. ډېره حوصله مو کړې نور زموږ حوصله هم تماميږي.”

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر له هغو افغان پیلوټانو او انجینرانو چې له هېواد څخه وتلي وغوښتل چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او خپلو دندو ته دې دوام ورکړي.

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه کابل ته د اسلامي امارت له ننوتو وروسته یو شمېر افغان پیلوټانو او انجینران له خپلو الوتکو سره ازبکستان او ترکمنستان او له هغه ځایه قطر ته ووتل څو امریکا ته ولاړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام