د هېواد په لوېدیځه حوزه کې سبا د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د هرات محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ګډون د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه کمپاین نن یکشنبه د زمري ۲۹مه د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت: د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نه‌لري

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نه‌لري او خلک یې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې وکړې.

دفاع وزارت: د افغانستان شاوخوا ۶۰ چورلکې لاهم ګاونډيو هېوادونو کې دي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې لا هم د یاد وزارت اړوند ۶۰ چورلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې دي او دوی ته نه دي سپارل شوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یاد وزارت د تېر کال کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.