Asset 1SWN

عمران‌ خان او شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

عمران-qj2fhg5rwoiz1ryxpxf9mrkzcuhd13a8f1qoqc7wco

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پټو رازونو د ښودلو جرمونو ته د رسېدو ځانګړې محکمې دغه دوه پخواني چارواکي د «سایفر» په نوم د یوه پټ سند د ښودلو له کبله مجرمان ګڼلي دي.

د عمران خان په مشري د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په لس کاله بند د ده محکومېدو خبر تایید کړی دی.

خو د عمران خان مدافع وکیل ویلي چې سبا به د محکمې د دغه حکم پر وړاندې د استیناف محکمې غوښتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

عمران خان او د هغه د ګوند بل مخکښ غړی شاه‌محمود قریشي ته داسې مهال دا سزا ورکول کېږي چې د دغه هېواد ټولټاکنو ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام