په داسې حال کې چې پرون بېګاه د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر عمران‌خان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واکه لرې کړ، د دغه هېواد پارلمان سبا د نوي لومړي وزیر لپاره ټاکنې کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ، اوس د لومړي وزیر څوکۍ ته د اپوزېسیون ګوندونو د اېتلاف له لوري شهباز شریف او د مخکیني واکمن تحریک انصاف ګوند له لوري بيا شاه‌محمود قریشي ‌نوماندان شوي‌ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه هېواد پارلمان نن ویلي و، هغه کسان چې غواړي د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان نوماند کړي،پارلمان ته دې خپل اړین اسناد او غوښتنلیکونه وروسپاري.

میا شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی. هغه د عمران خان خلاف د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندونو د ائتلاف مشري کوله. د تحریک انصاف ګوند نوماند شاه محمود قریشي بيا د عمران خان په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.

ټاکل شوې د پاکستان پارلمان سبا دوشنبه د دغه هېود د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل کړي.

د عمران خان مخالفان هغه د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې پر ناکامۍ او د ټاکنیزو ژمنو په نه عملي کولو تورنوي، خو د حکومت له کارکردګۍ او په خپله د لومړي وزیر په اړه د پوځ ناخوښي، د هغه د ګوښه کېدو اصلي لامل بلل کېږي.

له عمران خان د واک اخیستلو لپاره رایې اچونې ته تر هغې وروسته لار هواره شوه چې د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر استعفاء وکړه.‌

د هغه تر استعفاء وروسته د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي ایاز صادق د اسمبلۍ مشري په غاړه واخیسته. عمران خان د پاکستان ۲۲ م لومړی وزیر و. هغه درې کاله او ۸ میاشتې حکومت وکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی د پاکستان په تاریخ کې لومړنی، لومړی وزیر دی چې په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له واکه لرې کېږي. د پاکستان په تاریخ کې څو ځله د پوځ له‌خوا حکومت نسکور شوی او پوځ یې واک اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام