د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له ګارډین ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان د ځمکې پرمخ تر ټولو لوی درواغجن کس بللی دی.
نوموړي دې مرکه د عمران خپرو شویو پټو غږیزو پیغامونو ته په اشارې سره ویلي، عمران یو درواغجن کس دی او په وینا یې، نوموړی له دې امله شرمېږي.
نوموړي ویلي: «زه دا د خوشحالۍ له امله نه، بلکې د شرم او اندېښنې په احساس سره وایم چې زما د هېواد تصویر د شخصي ګټو په خاطر په دې درواغو ویلو سره ډېر زیانمن شوی دی.»
په پټو خپرو شویو غږیزو پیغامونو کې عمران خان خپل سکرتر اعظم خان سره خبرې کوي او وايي، د خپل حکومت د نسکورېدو تر شا به امریکا تورنوي او د نوموړي په ټکو لوبه به کوي.
نوموړي دې مرکه کې ویلي چې عمران په ټولنه کې د نفرت پیدا کولو لپاره زهر شیندلي او د نوموړي په وینا چې د هېواد راتلونکې ته اندېښمن دی.