د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش وايي چې په نړۍ کې له هرو درې ښځو څخه یوه یې په مستقیمه توګه له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې یاد سازمان د ښځو او نجونو د لا خوندیتوب لپاره له دولتونو سره د قوانینو او مقرراتو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګوترېش په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي چې «همداوس باید جنسیتي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، هرو ۱۱ دقیقو کې یوه مېرمن د خپل ژوندانه د شریک یا د کورنۍ د یوه غړي له لوري وژل کېږي، تر ډېره په خپل کور کې، هغه ځای کې چې امنیت يې باید خوندي وي.

ملګرو ملتونو ټينګار کړی، موږ داسې نړۍ نه شو منلی چې د بشریت نیمه برخه په‌کې په کورونو، واټونو یا انلاین بڼه تر ګواښ لاندې وي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د ثبتېدو له امله تر ټولو خراب هېواد دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سربېره واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته افغان مېرمنو او نجونې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې له بېلابېلو تاوتریخوالي سره مخ شوي او خپلو لومړنیو اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام