د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د واخان دهلېز له لارې له چین سره د مخامخ سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دغه دهلېز له لارې د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د رسېدو غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وايي، د واخان لارې پرانېستل به د هېواد د اقتصاد د ودې لامل شي. هغه زیاتوي: «موږ غواړو چې د واخان کورېډور له لارې له چین سره مخامخ سوداګري پیل کړو. د حکومت له مشرتابه غواړو چې ژرترژره د واخان کورېډور پیل کړي؛ ځکه چین د نړۍ په کچه ښه اقتصاد لري او زموږ ټول اومه توکي له دغه هېواده راځي. موږ له چین سره لا زیات صادرات او ګډه پانګونه غواړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د واخان دهلېز اروپايي بازارونو ته د افغاني توکو د لېږد تر ټولو نږدې لاره ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولانو په وینا، له نورو لارو د افغان سوداګرو سوداګریز توکي د اروپا بازارونو ته د رسېدو لپاره له درېوو میاشتو زیات وخت نیسي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي رییس شیرین‌اغا سخي وايي: «یوه بدیله لاره د واخان لاره ده. موږ له چین سره تر ټولو ډېره راکړه ورکړه لرو. موږ اړتیا لرو چې خپل کرنیز حاصلات او نور توکي په کمه بیه او ډېر ژر نړیوالو بازارونو ته ورسوو؛ د نورو لارو کرایه ډېره لوړه ده.»

په همدې حال کې د یوشمېر اتحادیو مشران وايي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره اړتیا ده چې بدیلې سوداګریزې لارې پیدا شي. د مېوو د اتحاديې مشر اميد حيدري او د غاليو د اتحاديې مشر کريم‌زاده وايي:

«د مېوو سوداګرو په کراچۍ بندر کې د خپلو مېوو د درېدو له کبله ډېر زیان ولید؛ نو ځکه موږ نړیوالو بازارونو ته مخامخ لاسرسی غواړو. واخان به پر نورو هېوادونو زموږ اتکا پای ته ورسوي.»

«موږ په تېرو دېرشو کلونو کې د خپلو توکو د لېږد لپاره ډېر محتاج شوو. موږ نړیوالو بازارونو ته د خپلو توکو د لېږد لپاره مواصلاتي لارې نه لرو. په جمهوریت کې د هوايي دهلېزونو له لارې تر یوه بریده دا ستونزه حل کېده، خو نن هغه لاره نه لرو. موږ اړ یوو چې د پاکستان له لارې خپل توکي ولېږدوو چې ډېرې ستونزې لري.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د واخان سړک له لارې له چین سره د افغانستان نښلول د دغه وزارت یو بنسټیز پلان دی او د همدې لپاره د واخان کورېډور پر فعالولو جدي کار روان دی.

چین د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې له افغانستان سره تر ټولو زیاته سوداګري لري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، له چين څخه د افغانستان د وارداتي توکو ارزښت يو میلیارډ ډالره او چين ته د صادراتي توکو ارزښت اويا میلیونه ډالره دى.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام