Asset 1SWN

د سوداګرۍ وزارت: افغانستان د کمربند او لارې پروژې سره نښلېدو ته چمتو دی

1600px-Ilham_Aliyev_attends_2nd_One_Belt_One_Road_Forum_in_Beijing_06

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین د «یوه کمربند او یوې لارې» پروژه سره د افغانستان د نښلېدو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست چین ته د خپل سفر پر مهال به هڅه کوي وکړي چې یاده پروژه کې د ګډون لپاره د چین رضایت ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د «یوه کمربند او یوې لاررې» غونډه کې د ګډون لپاره د چین پلازمینه بیجینګ ته تللی دی.

عبدالسلام جواد اخندزاده وویل: «د صادراتو او وارداتو برخه کې له یادې پروژې سره د نښلېدو برخه کې به خبرې وکړي او همداراز ځینې نور موضوعات هم شته د تجارت وزیر له ځان سره وړي او هلته به خبرې پرې کېږي او افغانستان ته به پانګونه راجلبوي.»

سره له دې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، یادې پروژې سره د افغانستان د یو ځای کېدو پر وړاندې یې د شته ستونزو له‌منځه وړو برخه کې مهم ګامونه پورته کړي؛ خو د چارو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې لاهم ننګونې شتون لري.

د سیمه‌ییزو ستراتیژیکو مطالعاتو څېړونکي مظاهر رییس‌زاده سلام وطندار ته وویل: «بله مسله د ناامنۍ ده، په ځانګړې توګه د واخان او شاوخوا غرونو کې چې دا خط به پرې وغځېږي، ګواښونه موجود دي. بله ستونزه دا چې اقتصادي زېربناوې ډېرې کمې دي او دا لامل کېږي چې افغانستان له ستونزو سره مخ شي.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان یادې پروژې سره د افغانستان یوځای کېدل، د هېواد په اقتصادي برخه کې لوی بدلون بولي او په دغه پلان کې یې د افغانستان د شاملولو لپاره د لا جدي ګامونو پر اخیستلو ټینګار کوي.

د اقتصادي چاروکارپوه ظاهر بهزاد وویل: «په اوسنیو شرایطو کې که د افغانستان حکومت یاده پروژه کې د شاملېدو لپاره د چین قناعت ترلاسه کړي، ښه به وي. له یوه خوا د ټرانزیټي او سوداګریزه لاره پرانېستل شي او له بل لوري به د ټرانزیټ حق هم ترلاسه کړي.»

دوی په دې باور دي چې د نړیوالو له‌خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل کېدل به د سیمې په کچه دغه ډول مهمو اقتصادي طرحو سره د افغانستان د یو ځای کېدو پر وړاندې یوه نوې ننګونه ووسي.

د «يوه کمربند او يوې لارې» يا د ورېښمو د نوې لارې طرحه شاوخوا يوه لسيزه مخکې د چين ولسمشر شي جين پينګ وړاندې کړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ۱۳۰۰ میلیارد ډالرو په لګښت د چین لخوا دغه طرحه، د زرګونه کیلومتره سړکونو، د اورګاډي پټلیو، د اوبو لارو او هوايي لارو جوړولو په موخه په پام کې نیول شوې او له یوې خوا د ورېښمو زړه لاره له اروپا او افریقا سره او له بلې خوا له چین سره نښلوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام