د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې له چین څخه ۲۲ کانتینره سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدول شوې دي.
دغه سوداګریز توکي نن دوشنبه د تلې ۱۷مه له دغه هېواده افغانستان ته انتقال شوې دي.
د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، دغه سوداګریز توکي چې د لېږدونکو وسایطو پرزې پهکې شاملې دي، د اوزبکستان او قرغزستان له لارې له لسو ورځو وروسته چین څخه د بلخ حيرتان بندر ته رسېدلې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بختالرحمن شرافت وویل: «یوه بله چوبه چې ۴۲ کانټینره توکي پهکې شامل دي، د حیرتان سوداګریز بندر ته رسېدلې ده او نن هم تازه ۲۲ کانټینره توکي حیرتان بندر ته رسېدلې دي.»
په ورته وخت کې د بلخ والي محمدیوسف وفا وایي، د سیمې هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.
هغه وویل: «اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، څو اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسېږو. نږدې راتلونکې کې به هوايي دهلیزونه هم فعال کړو.»
په همدې حال کې د اوزبکستان استازي چې له چین څخه بلخ ته د سوداګریزو رسېدو پرمهال یې حیرتان بندر کې حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي پرمختیا او د افغان سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټینګار کوي.
د اوزبکستان د رېلپټلۍ مرستیال حکمتالله رحمتاووف وویل: «موږ له افغانستان سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې همکاري کوو، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ د بشپړېدو اعلان وکړو. په ګډه به هڅه وکړو چې له ازبکستان څخه زیات سوداګریز توکي نورو هېوادونو ته صادر کړو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د يادونې ده چې له چین هېواد څخه تر دې مخکې هم د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د سوداګريزو او ټرانزيتي توکو شاوخوا ٤٢ کانټينرونه داخل شوي دي.