Asset 1SWN

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېر کال مو  عوایدو کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی

A train laying the ballast on the track of the Hairatan Mazar-i-Sharif Railway.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله تېر۱۴۰۱ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد برخه کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې نن شنبه د زمري اوومه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې تېر کال د اوسپنې پټلۍ له درېوو لارو  څلور میلیونه او ۵۰۰زره مټریک ټُنه سوداګریز توکي لېږدول شوي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۵سلنه زیاتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت‌الرحمن شرافت دې ناسته کې  وویل چې یادې ادارې تېر کال درې میلیارډ او یو ملیون افغانۍ عاید درلودل چې ۲۵سلنه زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

نوموړي وویل: «د افغانستان د رېل پټلۍ له درېوو لارو یې څلور میلیونه او پنځه زره مټریک ټُنه توکي لېږدول شوي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۵سلنه زیاتوالی ښيي او  دې ادارې تېر کال مالي کې درې میلیارډ او یو میلیون افغانۍ عواید لرل.»

د یادې ادار د مسوولانو په وینا، د افغانستان د رېل پلټۍ لیکې پراختیا په موخه په پام کې لري چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ دویم فاز چې ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د اندخوی-شبرغان د رېل پټلۍ چې ۷۰ کیلومټره اوږدوالی د رغېدو چارې پیل کړي.

نوموړي وویل: «دا دوه پروژې چې د اندخوی-هرات او خواف-هرات اړوند دي، د کابینې له لوري تصویب شوي او بودیجه یې منظور شوې چې کار به یې ډېر ژر پیل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولانو په وینا، افغانستان په تازه‌ګۍ سره د سیمې هېوادونو د «سي‌جي‌بي‌» شورا غړیتوب ترلاسه کړی چې کولای شي د افغانستان اوسپنې پټلۍ  ادارې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام