Asset 1SWN

د اوسپنې پټلۍ اداره: تېر کال مو عوایدو کې ۲۲سلنه زیاتوالی راغلی

16955506_641

د افغانستان د اوسپنې ‌پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې د تېر کال پرمهال یې د هېواد د رېل پټلۍ له درېوو لارو څلور میلیارډ، ۶۷۳ میلیونه او ۹۲۹ مټریک ټنه توکي بهر ته لېږدولي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۶سلنه زیاتوالی ښيي.

د  اوسپنې ‌پټلۍ ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د وري ۲۰مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وکړې. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، ۷۰سلنه توکي د بلخ له حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې صادر شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې خبري ناسته کې د اوسپنې ‌پټلۍ ادارې مسوولانو زیاته کړه چې دې ادارې تېر مالي کال کې درې میلیارډ، ۱۸۸ میلیونه، ۸۰۰زره او ۱۳۲ افغانۍ عاید ټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۲۲سلنه ډېروالي ښيي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت‌الرحمن شرافت وویل: «د تېر په پرتله مو انتقالات زیات شوي او همدارز خدمات مو هم ښه شوي. تېر کال مو ازبکستان سره قرارداد کړی چې موږ ته یې ۷۰سلنه تخفیف راکړی دی.»

په دې خبري ناسته کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ ته د اوښتو زیانونو د بېرته رغېدو خبر هم ورکړل شوی دی. د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، په پام کې لري چې د افغان ترانس، د خواف-هرات او اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې هم راتلونکې کال کې بشپړې کړي.

د ترانس افغان او د هرات-خواف د څلورمې برخې لومړي فاز چې ۴۳کیلومټره کېږي، د پروژې داوطلبۍ بهیر بشپړ شوی او د یادې پروژې دویم قرارداد او اندخوی-شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې قرارداد به راتلونکې کال بشپړ شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي وویل: «دغه دوه پروژې د اندخوی-شبرغان او خواف-هرات پروژې د اسلامي امارت کابینې د پرېکړې له مخې، په ازمایښتي توګه پیلېږي چې د مزارشریف- جوزجان، فاریاب، بادغیس تر هراته د اوسپنې پټلۍ ملي پروژې یوه برخه ده.»

که څه هم د افغانستان یوه کمه برخه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې صادر او واردېږي، خو بیا هم له تېرو څو کلونو راهیسې هېواد کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد پیل شوی چې د ودې په حال کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا مهال د افغانستان سوداګریز توکي د حیرتان، اقینې او تور غونډۍ بندرونو له لارې د اوسپنې پټلۍ پر مټ له هېواده بهر لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام