د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې یادې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د توکو د لېږد رالېږد له درکه ۱.۴ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د یادې ادارې ویاند عبدالسمېع دراني رسنیو ته په لېږلي یوه ویډيويي کلیپ کې ویلي، د یادې ادارې د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله د سږکال په لومړیو میاشتو کې د عوایدو په برخه کې ۲۲سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالسمېع دراني زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱.۸ میلیون مټریک ټُن توکي انتقال کړي چې په‌کې صادرات او واردات شامل دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې د ویاند په وینا، په دغه موده کې ګڼ‌شمېر توکي لکه وچه او تازه مېوه، طبي بوټي او ټرانزیټ له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادر شوي او له نورو هېوادونو بیا افغانستان ته سوند توکي، ماشین الات، خوراکي اوغیرخوراکي توکي وارد شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په ورته مهال د اوسپنې پټلۍ ادارې د خپلو عوایدو د ډېروالي لامل هېواد کې امنیت، د سیمې هېوادونو سره همغږي او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول په ګوته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام