خوست کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو له امله اته کسان مړه شوي دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا، په سپېرې ولسوالي کې له زلزلې وروسته د خپرې شوې اسهال ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې روغتیایي ډلې دغې ولسوالي ته استولي چې تر ډېره یې د یادې ناروغۍ مخه نیولې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوست په سپېرې ولسوالي کې د تغذیې او روغتیا ډلې مشر ډاکټر محمدنبي ځدراڼ وایي چې په تېرو لسو ورځو کې ۳۴۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس فضل کریم مندوزی وایي چې سپېرې ولسوالي کې د اسهالاتو پېښې زیاتې شوې دي. د نوموړي په وینا، یادې سیمې ته یې څلور ګرځنده روغتیايي ډلې لېږلي چې د یادې ساري ناروغۍ په مخنیوي کې له خلکو سره مرسته وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
څو ورځې وړاندې یونېسف نړیوالې ادارې هم د خوست او پکتیکا ولایتونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي په زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې وه.