د خوست محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت د تڼیو ولسوالي «ویرژلې» سیمه کې یې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل کړي دي.
د خوست د کانونو رییس مولوي محمدصدیق حمزه په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته پرون دوشنبه د غويي ۱۷مه ویلي، یاد کان د اړوند وزارت لهخوا د شرق نفرایټ معدني شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، له دغه کان څخه به د پنځو کلونو په موده کې به ټول ۲۱زره او پنځه سوه ټنه کرومایټ ډبرې استخراج شي چې د هر ټن پر سر به حکومت ته ۱۰۰۰۰افغانۍ تحویلیږي چې پنځو کلونو کې به حکومت ته ۲۱۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.
هغه همداراز زیاته کړه چې په خوست کې یې د کانونو د ناقانوني کیندنې او قاچاق مخه په بشپړه توګه نیولې ده.