د غور محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د الله‌یار ولسوالي په «سپین‌سنګ» کلي کې د ډبرو سکرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، د ډبرو سکرو د دغه کان استخراج پرون د یاد ولایت د یوشمېر چارواکو او اوسېدونکو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور ولایت اداري رییس رحمت‌الله اماني د یاد کان د استخراج په اړه په جوړ شویو مراسمو کې وویل چې دغه کان به په سیمه کې بې‌وزلي راکمه کړي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا، په مسلکي توګه د دغه ولایت د کانونو استخراج کولای شي، د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولوبوي. اماني ټينګار وکړ چې غور کې یو‌شمېر نور کانونه هم موندل شوي چې اسلامي امارت به یې په نږدې راتلونکي یې د استخراج چارې پیل کړي.

بل‌خوا د غور د کانونو او پطرولیم رییس عبدالحکیم حکمت وايي، غور کې شاوخوا ۸۰ بېلابېل کانونه شته چې په استخراج سره به یې د هېواد د ستونزو یوه لویه برخه هواره شي.

په همدې حال کې د «نور‌امید» شرکت مسوولان چې د دغه کان د استخراج تړون ورسره لاسلیک شوی، وايي چې د سپین‌سنګ کلي د ډبرو سکاره ښه کیفیت لري.

د یاد شرکت مسوول عبدالواحد شهریار زیاتوي چې د دغه کان د ډبرو سکرو په استخراج سره به د غور ولایت په بازارونو کې د سوند توکو په ځانګړي توګه د ډبرو سکرو بیې راټيتې شي.

په غور کې د اسلامي امارت چارواکي د یاد کان د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او وايي چې هېچا او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه کان د استخراچ چارې له خنډ سره مخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې غور کې د ډبرو سکرو د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره ګڼ‌شمېر کسان ته د کار زمینه برابره شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام