د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ویلي، د خوست په سپېرې ولسوالي کې د شوې مرګونې زلزلې له امله کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
د یونېسف د بشردوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه ټویټ کې لیکلي، له هغو سیمو څخه یې لیدنه کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې لیکلي: «موږ یوازې د ځینو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. له زلزلې وروسته د کولرا د خپرېدو ګواښ ډېرېږي چې د ماشومانو لپاره وژونکي کېدای شي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون یوشمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د رسمي شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د جون د میاشتې د ۲۲ نېټې د ویجاړونکې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.