د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي.

د روزګان د ولایت مقام ویاند ولي‌جان پوهنیار سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالي کې راوتلو سېلابونو یو موټر وړی چې درې کسان په‌ کې مړه شوي او دوه نور تراوسه لادرکه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ولي‌جان پوهنیار په وینا، له مرګ‌ژوبلې سربېره په یادو سېلابونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. بل‌خوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي چې په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ترینکوټ مرکز تالاني سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده سیمه کې سېلابونو د خلکو کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او تراوسه د هستوګنې درې کورونه نړېدلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په وروستیو اوونیو کې له روزګان سربېره د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې سخت بارنونه شوي چې له امله سېلابونو راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام