د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اوروښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

د پنجشېر طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو رییس احمد‌ضیاء یزداني ویلي چې د یاد ولایت د ابشار ولسوالي په دوو کلیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

باختر دولتي خبري اژانس د پنجشېر طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو رییس له قوله ویلي چې د راوتلو سېلابونو له امله لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو کانالونه، د برښنا کوچنۍ دستګاوې، سړکونه او فرعي لارې او پلچکونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون او نن په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو خبر ورکړی و. په ورته مهال د ځینو راپورونو له مخې، په خوست کې هم پرون د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې اورښتونه زیات شوي چې له امله د ځاني تلفاتو سربېره خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام