Asset 1SWN

د غره نړیواله ورځ؛ کارپوهان: افغانستان غرنی هېواد دی، خو ګټه ترې نه‌ده اخیستل شوې

af-mou-qgni7i6ky9rqt03xmn3belh2yvfk76xp9snfmlcex4

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان د غره له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د افغانستان د غرني‌والي وضعیت ناسم مدیریت افغانان نورو هېوادونو ته اړ کړي دي. د دوی په وینا، د افغانستان ۷۵ سلنه برخه غرونه دي چې له کبله یې په هېواد کې پنځه اوبه‌يیزې حوزې جوړې دي او شپږ ډوله اقلیم لري.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه داوود شېرزاد وايي، دا چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، بېلابېل ډوله اوبه او هوا لري او د هېواد پر کرنیزو حاصلاتو مثبت اغېز کولای او له وارداتو یې ژغورلی شي. هغه زیاتوي: «په غرونو کې د نه تجدیدېدو وړ سرچینې لرو، خو موږ ته اړتیا ده چې دغه غرونه ښه مدیریت او سمه ګټه ترې واخلو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چاپېریال ساتنې برخې یو بل کارپوه نجیب‌الله سدید وايي، د افغانستان غرنی‌والی یو امتیاز دی او په خبره یې: «هر کال له باران او واورې ډېرې اوبه جذبوي. دا د واورو د زېرمو په توګه زېرمه کېږي او په اوړي کې د اوبو لګولو لپاره کارېږي. که دغه غرونه نه وای، هېواد به مو له دښتې پرته بل څه نه و. طبیعي زېرمې، منرالونه او کانونه په‌کې دي.»

شنونکي زیاتوي چې د افغانستان غرنی‌والی کله کله د هېواد په زیان هم تمامېږي؛ ځکه چې د سېلابونو او ځمک‌ښویېدنې لامل کېږي.

دا چې غرونه د هېواد، په تېره د ښارونو ښکلا جوړه کړې، خو په غرونو کې په خپل سر د کورونو جوړېدل یې د بدرنګۍ لامل شوي او د کابل په غرونو کې جوړ کورونه یې ښه بېلګه ده.

په همدې حال کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویاند محمدکمال افغان وايي، هڅه کوي چې د ښار د بدرنګۍ مخنیوي لپاره هڅه کوي چې په غرونو کې د خپلسرو کورونو جوړېدو مخه ونیسي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «له بده مرغه په کابل او ځینو ولایتونو کې له غرونو چې باید څنګه ګټه واخیستل شي، هغسې ګټه نه‌ده اخیستل شوې. په دې برخه کې له پلان پرته کورونه او نورې ودانۍ جوړې شوي. د دې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.»

د یادونې ده چې په افغانستان کې د غره تر ټولو لوړه څوکه په بدخشان کې د نوشاخ څوکه ده چې ۷۴۹۲ متره لوړوالی لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام