د غور – کابل لویې‌لارې مسافرین وایي چې د سختو واورو او توفان له امله له نن سهار راهیسې د بکک په کوتل کې بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغوی وایي، د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګدون شاوخوا ۸۰ مسافر دغه لاره کې بند پاتې دي، چې که د ژغورنې لپاره یې جدي اقدام ونه شي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوو مسافرینو قاسم احمدي او عبدالعزیز سلام‌وطندار ته وویل چې څو ځلې یې له مسوولانو سره خبرې کړي او هغوی د همکارۍ ژمنه کړې خو هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو امر وایي چې د دې لارې موټرچلوونکیو د ټولګټو ریاست له همغږۍ پرته له کابل څخه غور ته حرکت کړی چې د بکک په کوتل کې بند پاتې شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په وینا، د ټولګټو ریاست د ژغورنې ټيمونه سیمې ته رسېدلي څو لاره خلاصه کړي او بند کسان وژغوري.

د بکک کوتل د غور – کابل پر لويه‌لاره او د باميان ولايت سره په پوله پروت دی. دغه لار تل د واورې او باران له امله د ټرافیکو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام