Asset 1SWN

د هوا پېژندنې ریاست په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو خبرداری ورکړی

559223CD-C513-4F22-ABE4-EFD7EFE8847E_w1200_r1

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن (د وري نهمه، د چهارشنبې ورځ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سبا به په ۱۳ ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه وشي چې له کبله به یې سېلابونه هم راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ریاست ویلي چې د سالنګونو په ګډون به په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بغلان، بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او بامیان ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه وشي.

د هوا پېژندنې ریاست زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د باران اورېدو کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې هم له ۲۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو ورځو پر مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې بارانونه او واوره د ویجاړوونکو سېلابونو لامل شوې ده. دغو سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو تر څنګ، ځاني زیانونه هم اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام