پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د تلې ۱۷مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ګېلګېت په چېلاس ښار کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.

رسنیو سیمه کې د یوه پولیس چارواکي له قوله ویلي، پېښه د ګېلګېت د چېلاس ښار په «بونار داس» سیمه کې شوې چې د یوې ښځې او د نوموړې د څلورو لوڼو او څلورو زامنو په ګډون نهه کسان په‌کې مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پولیسو ویلي چې له ښځې پرته د قربانیانو عمرونه له دوه تر ۱۲ کلونو دي.

په ورته مهال پاکستاني رسنیو ویلي، د یادې کورنۍ یوازینی پاتې کس چې د مړو شویو ماشومانو پلار دی، د پېښې پرمهال په کور کې نه و.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن پر خپله ټوېټرپاڼه د یادې پېښې په اړه خواشیني ښودلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام