سالنګ کې د موټر چپه‌کېدو له امله نهه کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي

بغلان کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ملخان ولسوالي کې د سالنګونو پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د پلخمري ښار د ولایتي روغتون مسوولان زیاتوي چې دغه روغتون ته له یادې ټرافیکي پېښې څخه نهه مړي او ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه ټپیان شوي

په فاریاب کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس ټپیان دي.
د پېښې یو عیني شاهد محمدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار ۶:۳۰ بجې د فاریاب د دولت‌اباد او قرمقول لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یوه سراچه ډوله موټر له سړک واوښت چې پرمهال یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.