Asset 1SWN

سالنګ کې د موټر چپه‌کېدو له امله نهه کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي

dbd3ba6e-a743-4596-a938-15afd59d8913

بغلان کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د خنجان ولسوالي په سنګ‌‌ملخان سیمه کې د سالنګونو پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د پلخمري ښار د ولایتي روغتون مسوولان زیاتوي چې دغه روغتون ته له یادې ټرافیکي پېښې څخه نهه مړي او ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پلخمري ولایتي روغتون رییس شاه‌ ولي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه ۱۱:۳۰ بجې یو«۵۸۰» ډوله موټر چې له کابل څخه بغلان ته روان و، د سنګ‌ملخان سیمې اړوند د سالنګونو پر لویه لاره له سړک څخه اوښتی چې په پایله کې یې نهه کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي.

د پلخمري ولایتي روغتون کې ډاکټرانو په دغه پېښه کې د دوو مسافرو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د یادونې وړ ده چې د یادې پېښې ډېری ټپیان د بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو اوسېدونکي دي. دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم په سالنګونو د ټرافیکي پېښو له امله یو‌شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د سالنګونو لویه لاره چې کابل او سوېلي ولایتونو له شمال سره نښلوي، د ژمي په موسم کې موټر چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وي او د سړک خرابوالی او د واورې اورښت بیا هغه څه دي چې وخت نا وخت یې له امله داسې پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام