د سالنګ لویه لاره چې  پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي ولایتونو  سره نښلوي، د مسوولانو د نه‌پاملرنې له امله ویجاړه شوې ده.

هغه موټر چلوونکي او مسافر چې پر دغه لاره تګ‌راتګ کوي د سرپرست حکومت پر نه‌پاملرنې نیوکه کوي او وايي چې د یادې لویې لارې د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د سړک د خرابوالي ترڅنګ د ډبرو سکرو د موټرو ګڼه ګوڼه هم دې دې لامل شوې چې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

یو مسافر محمدحسن وویل: «پرون راغلم، لاره خرابه ده. لاره بندوي. د ډبرو سکرو موټرو لاره بنده کړي وي. د مسافر وړونکو موټر په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي.»

په همدې حال کې یوه بل مسافر سلام‌وطندار ته وویل، له کلنه چې پر دغه لاره د ډبرو سکرو لېږد پیل شوی، د لارې بندېدو ستونزه ډېره شوې ده.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د سالنګ د لویې لارې پر سړک څه موده وړاندې جغل اچولی و، خو د موټر چلوونکو په وینا، د ناسم مدیریت له امله او سړک ته د اوبو راتلو له کبله دغه لویه لاره بیا خرابه شوې ده.

په همدې حال کې د ټولګټو وزارت مسوولان بیا سالنګ کې د سړک خرابوالي ستونزې ته د رسېدو په موخه د پلانونو خبره کوي.

د یاد وزارت ویاند حمیدالله مصباح‌ سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ پر سړک جغل اچول شوی و او د اساسي کارونو د پیل لپاره سیمه ته د ماشینونو د لېږد چارې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د سالنګ لویې لارې د سړک خرابوالي په اړه تل شکایتونه کېږي، خو تراوسه د دې ستونزې د هواري په موخه په بنسټ‌ییز توګه اقدام نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام