یوشمېر هېوادوال چې له کابل څخه ولایتونو او برعکس تګ راتګ کوي د مسافروړونکو موټرو د کرایې لوړوالي څخه شکایت کوي. هغوی وایي چې ټرانسپورټي شرکتونو د مسافروړونکو موټرو کرایې لوړې کړي دي.

دغه هېوادوال سلام‌وطندار ته وایي، سره له دې چې د نفتي موادو ( تیل او ګاز) بیې ټیټې شوي؛ خو د مسافروړونکو موټرو په کرایو کې بدلون نه دی راغلی. هغوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د مسافروړونکو موټرو کرایې کنټرول کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د ځینو ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان د ټرانسپورټ کرایې لوړوالي لامل د لارو خرابوالی، د لارو بندښت، ګڼه ګونه، د نفتي موادو او د موټرو پرزو ګرانوالی بولي. هغوی ټینګار کوي چې د نفتي توکو بیو ټیټوالي سره د ټرانسپورټ کرایه هم ۱۰۰ افغانۍ راښکته شوې ده.

اوس مهال د کابل-فارياب او بدخشان ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو کرايه ٩٠٠ افغانۍ، کابل-تخار او مزارشريف ٧٠٠ افغانۍ، کابل-جوزجان او سرپل ٨٠٠ افغانۍ او کابل-جلال‌اباد ٥٠٠ افغانۍ ده.

د ټرانسپورټي شرکتونو د مسوولانو په وینا، پر دغو لارو ډېری «۵۸۰» ډوله موټرې تګ راتګ کوي او د دغو موټرو د ښه خدمت له امله کرایه هم لوړه ده.

له بلې خوا د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان وايي چې د افغانستان د اسلامي امارت د فرمان له پلي کېدو سره دوی ته هېڅ ډول تعرفه نه ده ورکړل شوې. دوی زیاتوي چې له همدې امله بېلابېلو ولایتونو ته د ټرانسپورټي شرکتونو کرایه توپیر لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او ملګي هوایي چلند وزارت مسوولان وایي چې د ولایتي ټرانسپورټونو کرایې ټیټولو لپاره یوه طرحه جوړه کړې او ډېر ژر به ټرانسپورټي شرکتونو ته ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د ښاري موټرو کرایه هم لوړه شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام