د پکتیا او خوست اوسېدونکي: د موټرو ډېر وزن د دغه ولایتونو سړکونه خراب کړي

د پکتیا او خوست یوشمېر اوسېدونکي وایي، له غلام‌خان بندر څخه د خوست تر مرکز او پکتیا پورې ۱۳۰ کیلومتره لویه‌لار چې پر جوړولو یې میلیونونه ډالره لګښت شوی، اوس د باروړونکو موټرو د زیات وزن له امله زیانمنه شوې ده.

د امریکا او د ا.ا پلاويو د القاعده مشر له وژل‌کېدو وروسته په لومړي ځل لیدلي

«سي‌اېن‌اېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته په لومړي ځل امریکايي او د ا.ا پلاوي د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.