د پکتیا او خوست یوشمېر اوسېدونکي وایي، له غلام‌خان بندر څخه د خوست تر مرکز او پکتیا پورې ۱۳۰ کیلومتره لویه‌لار چې پر جوړولو یې میلیونونه ډالره لګښت شوی، اوس د باروړونکو موټرو د زیات وزن له امله زیانمنه شوې ده.

دوی وویل، تر ډېره د ډبرو سکرو موټر له ټاکلې اندازې زیات وزن باروي چې له امله یې د پکتیا ـ خوست او خوست ـ غلام‌خان بندر لویه‌لار ویجاړه شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوست اوسېدونکي ایوب سلام‌وطندار ته وویل: «په خاصه توګه د ډبرو سکاره چې له افغانستانه باکستان ته ځي د دې موټرو وزن زیات دی، له حد زیات وزن تېرېږي، علت همدا دی چې زموږ دا لاره یې له خرابېدو سره مخ کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي. موږ غوښتنه همدا ده چې د دې لارې ساتنه دې وشي او د دې سرک هغه ځایونه چې خراب شوي، بېرته دې ورغول شي.»

د پکتیا اوسېدونکي هم شکایت کوي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو زیات موټر د ډندپټان له لارې اوړي او بېرته سېمنټ رالېږدوي چې د وزن د نه‌کنترول له امله یې د ډندپټان او مرکز ګردېز عمومي لار چې څو کاله وړاندې په پاخه ډول جوړه شوې وه، په مکمل ډول له منځه وړې.

د پکتیا اوسېدونکی یوسف خان وویل «د سرحد نه تر مرکز ګردېزه سرک د زیات بار او وزن له امله چې په سرحد کې تله موجوده نه‌ده، وزن بې اندازې زیات وي، موټر دې ټاکلي حد نه زیات وزن راوړي سرکونه او پلچکونه یې ټول خراب کړل، لاره یې بې اندازې خرابه کړې.»

د پکتیا او خوست اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې د موټرو د زیات وزن مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې د خوست ځايي چارواکي مني چې د عمومي لارو ځینې برخې تخریب شوي خو په وینا یې، د غلام‌خان بندر او د پکتیا له‌خوا په ورغلې عمومي لاره یې د زیات وزن مخنیوي لپاره تلې فعاله کړي دي.

د خوست د ټولګټو چارو رییس محمدالله وویل، د تخریب شویو سړکونو سروې هم شوې او د وزارت لخوا د بودیجې له منظوري وروسته به یې ورغوي.

نوموړي وویل: «خوست په تېر نظام کې یو ترازو درلود هغه هم غیرفعاله وه، الحمدالله اوس مو یوه په غلام‌خان کې کار پرې شروع دی، دویم  مو هم په نادرشاه‌کوټ کې ده، د وزن کنترول به د ترازو په واسطه وکړو، دویمه خبره دا چې دا څومره سرکونه په سېلابونو کې خراب شوي او نور کوم تخریبات رامنځته شوی، دا مو د وزارت مقام سره شریک کړی او وړاندیز شوی، کله یې چې راپور راکړ او د جوړولو امر به یې وزارت راکوي.»

په ورته وخت کې د پکتیا د ټولګتو چارو رییس حزب‌الله وویل، له ګردېز څخه تر ډنډپټان پورې د تخریب شوي سړک د رغونې چارې روانې دي او د زیات وزن مخنیوي لپاره یې پر دغه لاره تله هم فعاله کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د خوست او پکتیا ترمنځ د لویې‌لارې مسافر همدارنګه شکایت کوي چې د لارې خرابېدو له امله ستونزو سره مخ دي او زیاتره وخت ټرافیکي رامنځ ته کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام