د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند په ترینګوټ ولسوالي  کې د مخکیني حکومت یو نظامي کس وژل شوی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه د ترینکوټ ولسوالي په دیک سیمه کې رامنځته شوې او په وینا یې، دغه نظامي د خپلو دښمنانو له‌خوا وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اغاولي قریشي زیاته کړې چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یاد کس د قاتلانو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دغه مخکینی نظامي داسې مهال وژل کېږي چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم د مخکیني حکومت پر ځینو نظامیانو او کارکوونکو بریدونه شوي چې ځینې یې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام