د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د خاص روزګان ولسوالي کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د روزګان د والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۲مه رامنځته شوې ده. نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنهکړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته وخت کې د خاص روزګان ولسوالي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې ۴۵کلن عبدالنافي د خاص روزګان ولسوالي مرکز سره نږدې ځان د ټوپک په وسيله وژلی دی.
تراوسه د دغه کس د ځانوژنې لامل نه دی روښانه شوی. دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې په دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ځانوژنې ورته پېښې رامنځته شوي دي.
که څه هم د ډېری ځانوژنو پېښو لامل نه وي، روښانه، خو مسوولان بیا د ځینو پېښو لاملونه، روغتیايي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی یادوي.