Asset 1SWN

سپین‌بولدک کي یوې ۲۲کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

بی

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د سپین‌بولدک ولسوالي د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «سپینې ګومبتي» سیمه کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ولسوالي له لوري په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده مېرمن ۲۲کاله عمر لري او د معروف ولسوالي اصلي اوسېدونکې ده.

په خبرپاڼه کې د دغې مېرمنې د خاوند له قوله ویل شوي چې نوموړې عصبي ناروغي لرله او له دې وړاندې یې هم دوه ځله د ځان‌وژنې هڅه کړې وه.

په ورته مهال خبرپاڼه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د یادې مېرمنې د خاوند د نیولو کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې مسوولانو یې لامل تر ډېره کورنی تاوتریخوالی، بې‌وزلي او رواني او عصبي ناروغي بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام