په کندوز او بادغېس کې محلي سرچینو او مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغو ولایتونو کې دوو ښځو ځانونه را ځړولي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

په کندوز کې محلي سرچینې وايي چې یوې ځوانې ښځې د پنجشنبې په شپه د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په حمیدبای سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی. د سرچینو په وینا، دې ښځې شپږ میاشتې مخکې واده کړی و او د کورني تاوتریخوالي له کبله یې ځان وژلی دی. د دې ښځې خپلوانو ویلي چې هغه اتلس کلنه وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز د امنیې قومانداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار هم سلام‌وطندار ته دا پېښه تایید کړې او لامل یې هم کورنی تاوتریخوالی ښودلی دی.

په همدې حال کې د بادغیس محلي مسوولان هم وايي چې یوې ځوانې ښځې نن د غبرګولي په نولسمه، د جمعې ورځ په پړي ځان را ځړولی او وژلی دی.

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده ښځه ۲۲ کلنه وه او د دغه ولایت د قادس ولسوالي د بېک‌ها سیمې اوسېدونکې وه. هغه زیاتوي چې له دې ښځې درې ماشومان پاتې دي.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه‌دی روښانه شوی او د امنیتي مسوولانو له لوري یې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د بادغیس د محلي مسوولانو په خبره، په وروستیو دوو ورځو کې دا دویمه ځوانه ښځه ده چې په دغه ولایت کې یې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

بله‌خوا د فاریاب د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په اړوند سیمه کې یې د دوو ښځو مړي موندلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یادې ښځې د دستمال په وسیله زندۍ شوي او په وینا یې، د پېښې سیمه یې کتلې او مړي یې هم د طبي څېړنو په موخه د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ناپېژنده وسله‌والو بېګاه د میمنې ښار په همت‌اباد سیمه کې د نوراحمد په نوم یو ۲۶ کلن ځوان وژلی دی. دغه ځوان خیاط و او امنیتي مسوولانو یې په تړاو دوه تورن کسان هم نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام