Asset 1SWN

بادغیس کې یوې ځوانې نجلۍ ځان را ځړولی او وژلی

ولسوالی-آب_کمری-بادغیس-q7p8axu3ngzpp704p3tqpsy4bemkwjomic2cfaotxk

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې یوې ځوانې نجلۍ پرون د دغه ولایت په اب‌کمري ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی. 

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، یاده نجلۍ اووه‌لس کلنه وه او د ناڅرګندو دلایلو له امله یې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د بادغیس د امنیې قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نجلۍ د اب‌کمري ولسوالي د «قبچاق» سیمې اوسېدونکې وه.

د هغه په خبره، د دې نجلۍ د ځان‌وژنې لامل تر اوسه روښانه نه‌دی، خو په اړه یې د اړوندو کشفي او امنیتي ادارو څېړنې پیل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. بې‌وزلي او کورنی تاوتریخوالی د دغو پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام