Asset 1SWN

غزني کې یوه ځوان خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژلی

ghazni

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د دغه ولایت د ګېلان ولسوالي اړوند «حسن» کلي کې رامنځته شوې ده. دغه کس یوې ونې پورې ځان زړولی او وژلی یې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کس له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته له کوره وتلی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږی چې تېره جمعه هم دغه ولایت کې یوه ځوان د کوژدن کېدو په اعتراض کې ځان‌وژنه کړې وه. هغه پېښه د یاد ولایت په مُقر ولسوالي کې شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوي چې مسوولان یې تر لاملونه، کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلي او رواني ستونزې یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام