Asset 1SWN

تخار کې یوې درویشت کلنې ښځې ځان وژلی

تخار

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌کلا ولسوالي کې یوې ځوانې ښځې ځان وژلی دی. د مسوولانو په وینا، یاده ښځه ۲۳ کلنه ده او د موږکو د وژنې په درملو یې ځان وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه بېګاه د ینګي‌کلا ولسوالي په کفترعلي سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره، یاده ښځه طاهره نومېده او ۲۳ کلنه وه چې د موږکو د وژنې درمل یې خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د تخار د امنیې قومانداني ویاند د دې پېښې لامل او انګېزه کورنۍ ستونزې بولي او په وینا یې، په اړه یې لومړنۍ څېړنې هم پیل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوي او د ډېری هغو لاملونه کورنی تاوتریخوالی، وزګارتیا، بې‌وزلي او ناچاري ښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام