Asset 1SWN

غزني کې د یوشمېر ډاکټرانو تنخواوې کمې شوي

شفاخانه-حوزه_ای-غزنی-qj7tbm7t6p42trsi4a2yful9jvz93u4mhrvl1tmb9k

د غزني د حوزوي روغتون یوشمېر ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وايي، د ۲۰۲۳ کال د وروستيو څلورو میاشتو تنخوا یې نه یوازې په څو میاشتې ځنډ ورکړل شوی، بلکې له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې کم شوی هم دی. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې د تنخواوو کمېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني د حوزوي روغتون ډاکټر خیال‌محمد افغان وايي: «مخکې مې شاوخوا ۲۱ زره افغانۍ تنخوا وه، خو اوس کمه شوې ده. اوس مې تنخوا له نوکریوالي سره ۱۲ زره افغانیو ته رسېږي. نو په دې تنخوا نه کېږي چې د کورنۍ لګښتونه پوره کړم.»

د غزني د حوزوي روغتون ډاکټره نرګس عزیزي هم وايي: «مخکې مې ۲۶ زره افغانۍ تنخوا وه، خو اوس ډېر کم شوی دی. زه ترې خوشحاله نه یم. وايي، ۱۴ زره افغانۍ شوی، خو تر اوسه مې نه‌دی اخیستی. موږ ترې له دې تنخوا خوښ نه یوو، د بچیانو خرچه مو پر غاړه ده. د موټر او کور کرایې را پر غاړه دي او تنخوا مو ډېره کمه شوې ده.»

د غزني د حوزوي روغتون ډاکټر وحیدالله بیا له اسلامي امارت او همکارو موسسو څخه غواړي، څو د ډاکټرانو هغومره تنخواوې ورکړي چې ورته اړتیا لري او له اندېښنو پرته د ناروغانو درملنه وکړي.

هغه زیاتوي: «درې‌-‌څلور میاشتې کېږي چې تنخواوې مو ان نه‌دي راکړل شوې. نه یوازې نه‌دي راکړل شوي، کمې شوي. زموږ غوښتنه همدا ده چې پوره تنخوا مو راکړل شي. دویم دا چې پر خپل وخت راکړل شي؛ ځکه اقتصادي ستونزې ډېرې دي.»

خو د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري که څه هم مني چې په دغه ولایت کې د یوشمېر ډاکټرانو تنخواوې کمې شوي، خو په وینا یې، د هغو تنخواوې مخکې د سره صلیب له لوري ورکول کېدې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د عامې روغتیا وزارت یې له څلورو میاشتو راهیسې تنخواوې ورکوي. هغه د موسسو او دولتي بستونو د تنخواوو توپیر مني، خو ژمنه کوي چې په ورکړه کې به یې ځنډ را‌ نه‌شي.

د یادونې ده چې د غزني حوزوي روغتون له څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بدل کې له ناروغانو فیسونه هم اخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام