Asset 1SWN

سلام وطندار

د بدخشان ولایتي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو له نشتون د ناروغ‌لرونکو شکایت

شفاخانه‌ی ولایتی بدخشان 22

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ناروغ‌لرونکي د دغه ولایت اړوند د ولایتي روغتون په بېړنۍ څانګه کې د متخصصو ډاکټرانو له نشتون شکایت کوي. دوی له مسوولانو غواړي چې دغه ستونزه یې هواره کړي.

د مرکز فیض‌اباد ښار یوه اوسېدونکي ارین اذر سلام‌وطندار ته وايي چې د دې روغتون په بېړنۍ څانګه کې متخصص ډاکټر نشته او یوازې څو نرسان چې د عملي زده‌کړو لپاره هلته ورغلي، شتون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د بدخشان ولایتي روغتون کې یوه جدي ستونزه چې شتون لري او ما تجربه کړې، له بده‌مرغه چې څو ورځې وړاندې له خپل ناروغ سره چې پر سر یې سخت ګذار خوړلی و، دې روغتون ته مراجعه وکړه، کله چې هلته ورغلو، هیله وه چې ډاکټر به وي، خو برعکس یوازې څو نرسان و او بس.»

د بدخشان یوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن چې دې روغتون ته یې خپل ناروغ راوستی، وايي: «له ۹:۰۰ بجو چې راغلی یم او اوس ۱۱:۰۰ بجې شوي، تراوسه مې وضعیت ته رسېدنه نه‌ده شوې. وايي، لاړ شه دوه ساعته وروسته راشه چې راشې، وايي درې ساعته وروسته راشه، بیا وايي، دوه بجې راشه. همدا ستونزه ده.»

د بدخشان ولایتي روغتون مسوولان د ناروغ‌لرونکو دغه شکایتونه ردوي او وايي، سربېره پر دې چې دغه روغتون د پرسونل له کمښت سره مخ دی، خو په وینا یې، تر یوې اندازې ناروغانو ته رسېدنه شوې/ کېږي.

د دوی په وینا، یاد روغتون ۱۲۰ بستره لري او تشکیلات یې بسترو ته په کتو جوړ شوې دي.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس شفیق‌‌الله همدرد سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد روغتون د بسترونو د زیاتېدو هڅې روانې دي او ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس وویل: «موږ د ورځې له ۱۲۰۰ تر۱۳۰۰ د سراپا ناروغان لرو او همداراز په ورځنۍ کچه له ۸۰ تر ۹۰ ناروغان د بستر  دي. ډېری وخت روغتون د مراجعه کوونکو او ناروغانو د منلو ظرفیت نه‌‌لري. فکر وکړئ ۱۲۰ بستره لرو، ځینو وخت تر ۲۵۰ رسېږي، یعنی هر بستر کې دوه تر درې ناروغان په ځانګړې توګه، د ماشومانو، جراحي، نسايي-‌ولادي ناروغان زیات دي.»

بل‌خوا د بدخشان عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا وايي، هڅه کوي، څو د یاد روغتون ستونزې هوارې کړي.

د بدخشان عامې روغتیا ریاست د عدلي طب مسوول محفوظ سلطاني وايي، دغه ولایت کې د کوچنیو روغتیايي مرکزونو سربېره په ټولو ولسوالیو کې دولتي روغتونونه فعال دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم په دوو ولسوالیو کې د «CSA» او «BSA» روغتونونه شته، خو له دې سره ناروغان بیا هم ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «روغتونونو کې ناروغان په څو برخو وېشل کېږي. بېړني ناروغان چې ډېر یې وضعیت یې خراب وي، اړتیا ده چې ډاکټر ورته رسېدنه وکړي، ځینې ناروغان شته چې عاجل نه‌دي او د هماغه بېړني ناروغ په توګه یې ډاکټر ته بیايي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو د خلکو نه‌لاسرسی له ستونزو سره مل دی او د ژمي پر مهال او هغه وخت چې د واورو له کبله لارې بندې وي، دا ستونزه پر ننګونې او ستر خنډ بدل وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام